لاسپوڅې او ملي ضد ولسي جرګه
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

ولسې جرګه هېواد کې د قانوني واک په درلود ، ملي او ولسې ګټو ته په ژمنتیا او د هغو په پلیتابه کې د هېواد په کچه ستره مرجع ګڼل کېدای شي . ولسې جرګه د یوه ولس د باور ، غوښتنو او هیلو هنداره ده . ولسې جرګه کې باید یوازې د ولس ریښتیني زامن ، ملي او سیاسي مخور او د هېواد او ولس ګټو ته ژمنې څېرې ګډون ولري .

خو دغه ولسې جرګه چې د ولسمشر کرزی په وینا سره يي  پرون پرانیسته وشوه د افغانستان په تاریخ کې خورا توره ، شرمېدلې ، لاسپوڅې ، مافیايي ــ جهادي او سیکټاریستې جرګه ګڼل کیږي . دې جرګه کې د ګوتشمېره کسانو پرته د افغاني ټولنې رسوا څېرې ، ډاکوان ، جګړه مار، لنډه غر ، د پردیو تالې څټې او د ماقبل تاریخ پیریان او دیوان سره راټول شوي دي .

لکه څنګه چې څرګنده ده  جرګې ته ددغو کسانو په راوستلو او ټولولو کې د سیمې او د ډېرو نورو هېوادو استخباراتي کړیو لویه ونډه اخیستې نو ځکه به جرګه د افغانستان د ملي ګټو پرځای د پردیو ګټو ته ژمنه وي .

که د نوې ولسې جرګې جوړښت ته یوه ځغلنده کتنه وشي هغې کې  « د پښتنو استازو شمېر۹۸ تنو ته راټيټ شوی حال دا چې په تېره کې د ټولو ۲۴۹ استازو نیمايي پښتانه ول.

۷۲ چوکۍ د تاجکو په برخه شوي، د هزاره وو د چوکیو شمېر۵۲ دی .د ازبکو۱۹ او د نورو قومي لږکیو چوکۍ اتو ته رسېږي . ویل کېږي چې د پښتنو، ازبکو ، ترکمنو او نورو قومونو ونډه  تاجکانو او هزاره ګانو ته ورکړل شوې ده. دا دوه قومونه د افغانستان د ټول نفوس په سلو کې شاوخوا ۲۵ جوړوي . په غزني کې، چې په سلو کې ۸۰ اوسېدونکي یې پښتانه دي او کندوز کې چې تر نیمايی زیات اوسېدونکي یې پښتانه دي، پښتانه استازی نه لري.په میدان وردک کې هم د پښتنو چوکۍ هزاره وو ګټلي دي.

په بلخ او بغلان کې هم، چې د اوسېدونکو د پام وړ فیصدي یې پښتانه جوړوي، دا ځل پښتانه نمایندګي نه لري.

په ګوندونو کې تر ټولو زیاتې چوکۍ د اسلامي ګوند پلویانو ګټلي. له مالوماتو سره سم د نوې ولسي جرګې ۱۶ تنه  د اسلامي ګوند غړي دي. د برهان الدین رباني د اسلامي جمعیت د پلویانو شمېر۱۴ ته رسېږي . او دوه تنه د افغان ملت په ګوند پورې اړه لري . »

بلخوا ډاکټر عبدالله د ولسې جرګې د ټولو استازو له منځه ۹۰ تنه د ځان ګڼي او پرون يي په یوه څرګندونه کې وویل چې د ولسي جرګې د مشرتابه چوکۍ لپاره به د یونس قانوني څخه ننګه وکړي .

لکه چې پورته ورته اشاره وشوه ، په ولسي جرګه کي دوه لوري پیاوړي دي : د رباني د جمعیت او د اسلامي ګوند متحجر ، مذهبي توندلاري او نور سخت دریځه یوخوا او د یونس قانوني ، عبدالله عبدالله ، فهیم ، پدرام ، مهدي ، حفیظ منصور او نورو شریکباڼو په ګډون سیکټاریسټي پخوانۍ شمالټلواله بلخوا په ولسې جرګه کې غوړه ونډه لري . منځلاري او روڼ اندي ځواکونه چې په ولسې جرګه کې لږه ونډه لري او یا يي ونډه په نیشت حساب ده ددغو دواړو لورو په وزلوبه کې به پاس تاخچه کې ناست او ننداره به کوي . په دې وزلوبه کې به د رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت د پولې دواړه خواوې خوري : د مذهبي توندلارو لکه اسلامي ګوند او نورو سخت دریځو سره به د پان اسلامیزم او سوچه اسلامي انقلاب افسانې غږوي او د خپل شمالټلوالې لنډه غرو سره به د فیډرالیزم ، خراسان د بیا احیا او د افغانستان د تجزيي سندرې سر کوي . شمال ټلواله به د ولسې جرګې تالار ته ، د ایران تر مشرۍ لاندې د فارسي ژبو د تمدن د حوزې خبرې رااچوي او په دې اړه به د پنجاب لورینه هم ځانته رااړوي او حکومت به کار ته نه پریږدي او د اسلامي ګوند او نورو مذهبي توندلارو لنډه غر به کابل کې په واک کې د پنجاب د ونډې ناندرۍ وهي . د ولسې جرګې نور ډاکوان او لنډه غر به چې په زیات لګښت ولسې جرګې ته راغلي ، د شمالټلوالې او مذهبي توند لارو د شوکمارانو سره د پيسو د بوجۍ خوله نیسي او په دې ډول به افغان ملت د یوې بلې دورې لپاره د ژرندې د دوو پلونو په منځ کې دلیږي .

لویدیځ او په تېره بیا امریکا چې په افغانستان کې يي نړیوالو ته د دیموکراسۍ د ځلولو په موخه ولسې جرګې ته په ټاکنو کې ۱۴۰ میلیونه ډالر لګولي او په دې پيسو يي په پوره ظرافت سره یو په یو د افغاني ټولنې ډاکوان او لنډه غر په ولسې جرګه کې راټول کړي کولای شي یوې دورې لپاره بیا هم د افغانانو د رنځونو او کړاوونو ننداره وکړي .

پرون مې د بیات ټولنې په یوې تلویزیوني مرکه کې د عبدالله له خولې چې د خپل کاکا هابلروک د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکې ته تللی و ، واورېدل چې جوپې جوپې امریکایان د عبدالله د لېدلو او هغه سره د افغانستان په حالاتو د تبصرې لپاره  هغه ته راغلي وو .

پوښتنه دا ده عبدالله او شمالټلواله خو پارلماني نظام غواړي ، په داسې حال کې چې افغانستان د امریکې په مرسته او سلا سره ریاستي نظام خپل کړی او د افغانستان په اساسي قانون کې هم همدا ریاستي نظام تسجیل دی ، نو بیا امریکا ولي د ریاستي نظام د پلویانو په وړاندې له هغه چاسره دریږي چې هغه سره د نظام پر سر بیخچن توپير لري . ایا دا دوه مخي او شرارت نه دی ؟ 

همدارنګه طالبان چې په بدو کلمو سره يي  د ولسې جرګې غندنه کړي او هغه يي د امریکې د یوې پوځي قطعې سره ورته ګڼلي ، افغان ملت ته به وايي چې موږ خو تاسو ته پخوا ویل چې دغه جرګې ته استازي مه لیږۍ ، دا جرګه ستاسې ستونځې نه شي حلولای د هغې پر ځای د طالبانو په لیکو کې ودریږي . د ولسې جرګې اوسني قومي ترکیب چې د یوې چلوټې په پایله کې رامنځته شوی ، طالبانو ته به ښه پلمه شي چې پښتانه نور هم خپلو لیکو کې جذب کړي .

همدارنګه پنجاب به بیا د پښتنو د خوړل شوي حق په اړه په رسنیو او د طالبانو په ژبه دا بیان جاري کړي چې که د پښتنو په استازیتوب سره پنجاب د طالبانو ننګه ونکړي ، پښتانه اوبو وړي دي او بل څوک يي د ژغورون نشته . 

په دې توګه وینو چې د ولسې جرګې لپاره ټاکنې په هېواد کې د جګړې د ختمېدو ، د سولې او امنیت د بسیا او د افغانانو د ځواکمنې واکمنۍ د ټينګتیا سره مرسته نه شي کولای . هغه ځواکونه چې ددې ټاکنو په پایله کې پر مقنینه څوکیو کیناستل یادو شویو موخوته ژمن نه دي . نوې ولسې جرګه به حکومت چې له هغې هم په فساد ککړ دی نور په لسګونو اوسلګونو ربړو ورواړوي .

پکار دا ده چې ټول افغانان او منځلارې ځواکونه د هېواد د خاورې ، حاکمیت او خپلواکۍ د ملاتړ په سنګر کې له خپل منځي توپيرونو تیر شي او د ژغورنې په یوه غورځنګ کې ټول سره یو موټی شي. د اوسنۍ ولسې جرګې چارې په کلکه وڅاري او پرینږدي چې جرګه د ایران د ګټو او د پاکستان او نورو هېوادو د موخو د یوې وسیلې پتوګه وکاریږي . په ولسې جرګه او دولت کې د ډاکوانو او سړیخورو پر وړاندې چوپ او غلي کینني او د رسنیو په ګډون له ټولو قانوني لارو دداسې څېرو په افشا کې لاس په کار شي .

بهرنیان موږ سره په تخنیک او نورو برخو کې مرسته کولای شي خو که ولسونه ویښ او بیدار نکړو

د هېواد او ولس د خوندیتوب او پرمختګ له کاروانه به تل روسته یوو .                                                                     

اخځونه :

ــ بېلا بېلې بریښناپاڼې

د ۲۰۱۱ کال د جنورې ۲۷ مه


January 29th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات